IQNA

په قرآن کریم کې د احساساتی انضباط او نظم عملی لارې چارې

8:59 - April 28, 2024
د خبر لمبر: 3489123
ایکنا – قرآن کریم له پروردګار څخه د پيروۍ په شمول د ځینو چارو د ترسره کونکوي احساساتو  دمنظمولو  لپاره   له خدای سره په ارتباط کې د ټولو احساساتو او جذباتو د تخلیه کولو او د ویرې او امید د احساساتي  او جذباتي انډول  پر  چورلیز عبادت تعریفوي.

 قرآن  کریم د احساساتو  د منظمولو لپاره  له کافی انګیزې او باؤر رامینځةکیدا وروسته ،د جذباتی  انضباظ او منظمولو لپاره دعملیاتو اقداماتو ټولګه وړاندې کوي.په قرآن کریم کې د جذباتي  منظمولو په ترټولو مهمو لوازماتو کې ، له الهي  احکامو څخه پیروي شامله ده . قرآن کریم  له الهي لارښونو څخه پيروي ، د هرډول غم او و یرې  د لیریکیدا ضمانت ګڼي. فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ» (بقره، ٣٨).   

قرآن کریم د  انسان په وجود کې د دمعلوم شوو احساساتو  د رابرسیره کیدا  او د جذباتو دمنمظمولو لپاره  داسې لاره بیان کړې ده چې هخم د منفی احساساتو په باب او هم د مثبت احساساتو په اړه کارندوالی ولرل شي. د جذباتو او احساساتو د کارونې  او د منفی عواطفو د انډول برابرولو لپاره د قرآن کریم یوه لارښونه ،دعبادت په وسیله ددغوعواطفو تخلیه کول دي.؛ وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا» (اعراف: ۵۶).

انسان سره له دې چې خپل احساسات  له خداوندمتعال سره په راز اونیاز کې  وړاندې کړي،  خپلې اړتیاوې بیانوي، خپلې ویرې اوډار مطرح کوي او دهغو  د لیریکیدا غوښته کوي،په نهایت کې په الهی فضل او رحمت  امید ساتي. دغو دوو احساساتو (یعنی ویرې او تمې او امید ) ته توجه  له خداي سره په ارتباط کې او  هم له مخلوق سره په ارتباط کې د انډول په لاره کې  د راتلو  او د احساساتي انډول سبب کیږي.

قرآن کریم  انسان  د دنیا مست کونکو او زر تیریدونکو  خوندونو او خوښیو څخه منع کوي.؛ وَفَرِحُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا مَتَاعٌ» (رعد: ٢۶). دغه شان تفکر او لیدتوګه هم انسان مادی خوندونو څځه ترلاسه کیدونکو افراطي خوشالیو غړوي او هم  هغه ته ددنیا زر تیریدونکو  خوندونو  او کارونو د له لاسه وتلو په وخت پر احساساتو او جذباتو باندې د مسلط کیدا قدرت ورته ډالۍ کوي.په حقیقت کې  د خوشالۍ او سرور لاره  له خداي تعالی سره په ارتباط  کې او  دهغه فضل اورحمت ته په توجه کې وینی ، نه د فاني دنیا  په زر تیریدونکو چارو په خاطر؛. قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا» (یونس: ۵٨).

پر دې اساس قرآن کریم  دټولو ډول ډول جذباتو او احساساتو اظهار کول  اوتخلیه کول  له خداوندمتعال او دهغه له غوښتې  سره په ارتباط  کې ګڼي . هماغه شان چې خوښئ باید د الهي رحمت او فضل په سیوري کې وي ، منفي احساسات هم باید د ویرې له امله د دعا او له پروردګار سره د امید په سیوري کې وي.

captcha