IQNA

د رهبرۍ دستر مقام د بیانانو قرآني استناد،

د قرآني هنرمند څلور ځانګړنې

8:47 - April 28, 2024
د خبر لمبر: 3489122
ایکنا -  د قرآن کریم د شعرا سورې ۲۲۷ آیت  د  د هنرمند  او ګمراه شاعر ترمینځ  دتوپیر په بیانولو سره  د مومن څلور ځانګړنې یعني ،دخدای ډير یادول ، صالح عمل  او ایمان او د ظلم په وړاندې کلکه دریدا د مومنو شاعرانو صفتونه ګڼي چې  په خپل هنر وقلم سره   دمستکبرانو او دکفر د جبهې په مقابل کې د حق د جبهبې او دمستضعفینو  مرسته کونکي دي.

ایکنا نیوز  راپور راکوي، د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د  کار او کارګر د اونۍ په مناسبت  د درست هیواد  دزرګونو کارګرانو په ټول کې پخپلې وروستۍ کتنې کې  د شعرا مبارکې سورې  په ۲۲۷آیت باندې په استناد سره  وفرمائيل؛  له دغو تعبیرونو څخه مراد او مقصد ؛ صالح عمل ؛ چې  په قرآن کې  شته  او  هغه تعبیرونه و ستاینې  چې  له ؛عمل ؛څځه په ډيرو آیتونو کې راغلي دي، یوازې لمونځ او روژه نه ده ، ؛عمل ؛ یعني  هرډول عمل ،  هم هغه عمل چې انسان ئې ترسره کوي، د عبادت  په توګه ، هم هغه عمل چې  انسان ئې کوي ،په دسترخوان باندې د حلالې ډوډئ د راوړلو لپاره زیار. دا هم عمل دی ،د اهم صالح عمل دی ؛ اِلَّا الَّذینَ آمَنوا وَ عَمِلُوا الصّالِحات    په دغه عمل کې شاملیږي،د عمل عنوان یو عام عنوان دی.

 

د ټول آیت متن داسې دی  ؛  إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانْتَصَرُوا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا ۗ وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ»  ؛ مګر هغه کسان چې  ایمان ئې راوړی دی او غوره کارونه کوي، او خدای ډير یادوي او له دې وروسته چې ظلم ورباندې وشی، نو مرسته ئې غوښتې ده. او هغه کسان  چې ظلم ئې کړی دی او ډیر زر به پوهه شي ،کوم زندان ته به بیرته لاړ شي.

دغه آیت د ظلم په وړاندې دریدا، دخداي تعالی دير یادول ، صالح عمل او ایمان  د هغو شاعرانو صفتوه ګڼي چې  له هغوي ګمراه شوي کسان پیروي نه کوي،  ووئيل شول ، دغه آيت  په دې دلیل نازل شوی دی څو مومن شاعران ،د لړزانده،  د نورو خبرې کونکو، او دخدای د رسول له دښمنانو څخه چې په مخکې آیتونو کې رټل شوي دي استثنا کړي.

 لکه څنګه چې  ددغې سورې زیاتره آیتونه د پیغمبر اکرم (ص) او د ډيرو زیاتو دښمنانو په وړاندې د هغو شپو ورځو د ډیرو لږو مومنانو سره دهمدردردي کوی او هم  لکه څنګه چې د دغې سورې ډيری آیتونه  د نارواؤ تهمتونو او تورونو په وړاندې د پیغمبر اکرم ددفاع  په ځاي کې نازل شوي دي،  سوره ئې دغو لجوجو  دښمنانو ته په یوې ګواښونکي حملې سره  ختم کړی  ده ، فرمائي؛ ډیر زر به هغه کسان چې ظلم ئې کړی دی، پوهیږي چې  بیرته ستنیدا ئې چرته ده او دهغوی برخلیک (څرنګه دی؟) وَ سَیعْلَمُ الَّذِینَ ظَلَمُوا أَی مُنْقَلَبٍ ینْقَلِبُونَ. که څه هم ځيني  مفسرانوائي ، غوښتل ئې  ،دغه بیرته ستنیدا او برخلیک  هماغه دجهنم اور معرفي کړي، خو د هغو دمحدودولو لپاره هیڅ ډول دلیل نشته ،بلکې ممکنه ده  هغه پرله پسې ناکامۍ چې  د بدر په شان په غزاګانو کې ئې د هغوي لمن راګیره کړې ده،  او  هغه ذلت او کمزورتیا چې  بلاخره  په دغه دنیا کې د دوي په نصیب شوی ،د آأخرت پرناکامۍ سربیره  ددغه ګواښ په مفهوم کې غونډ شوي دي.

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي  پخپلې وینا کې  هنر ته دا سلام د نظر  په باب ددغه آیت په استناد سره  وفرمائيل؛  اسلام هنر  نه یوازې منلی دی ،بلکې  هڅولی ئې هم دی . قرآن کریم یو هنري آثر  دی .. پیغمبر اکرم  له هغو شاعرانو چې  په حقه وو، ستایلي دي ، قرآن کریم هغه شاعران چې ؛اِلَّا الَّذینَ ءامَنوا وَ عَمِلُوا الصّالِحت»  کې راخي ، ستایلي دي ، باید ووایم چې د مونږ ډيرو آئمه معصومین علیهم السلام هم  شعرونه وئیلي دي.::

https://iqna.ir/fa/news/4212505

captcha