قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « NCA» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، تېره هفته د ترکی رسنۍ اعلان وکړوو چې د دغه هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلې دې چې رمضان المبارک میاشته کې د قرآن قرائت مراسم به د ایا صوفیا جومات کې پیل کېږي.
د یونان بهرنی چارو وزارت خپلې یو بیانیه کې دا اقدام محکوم کړو او ادعا یی کړي چې دا مسئله یو قسمه تندلاري ده.
دې وزارت خپله بیانیه کې زیاته کړه: دا پرېکړه د نه پوهېدو او د بيان د سپکاوي او له واقعیت سره د تړاو شتون نه دی. سرببریه پردې، داسې اقدامات د یو دیموکراتیک او سیکولر ټولنو اصولو سره سمون نه لري.
د یونان اعتراض هلته نه رامنځته شوي چې دا هیواد تراوسه ایاصوفیا جومات ته د ارتدوکس کلیسا په نظر ګورې.
ایاصوفیا مخکې یو ارتدوکس کلیسا وه چې په کال ۵۳۲ء د بیزانس د امپراتوري په دور کې جوړ شوي وو.
په کال ۱۴۵۳ هجري کې د دویم عثمانی سلطان محمد په استامبول باندې فتح نه پس هغه حکم ورکړو چې ایاصوفیه کلیسا په جومات کې بدله کړي.
بیا لومړي سلطان سلیمان حکم ورکړو چې د ایاصوفیه دننه انځورونه دې پټ کړلې شي چې په کې د جمعې لمونځو کېږي.
د آتاترک په حکومت باندې راتللو نه پس او ترکی کې د جمهوری حکومت د اعلان نه ورستو ایاصوفیه جومات په موزه کې بدل شوي وو.