د «ایام فی مکه» په نوم ټوئیټر اکاؤنټ په مسجد الحرام کښې ضبط شوې د اذان تر ټولو لرغونې غږ خپور کړ چې هغه د هالینډ شرق پوهان، کریستین هور خرونیه په ۱۸۸۵ کې ضبط کړې و.
په دې ویډیو ګراف کې ذکر شوې د اذان غږ په اوس وخت کې د هالنډ لایډن پوهتون کې ساتلې کېږي خو د موذن د نوم ذکر نه لري.
کریستین اسنوک هورخرونیه یو کتاب د (د مکې له تاریخ پاڼې) تر عنوان لاندې لیکلۍ چې د هغه په سعودي عرب کې مکې او جدې ته د سفر لیک چې په ۱۸۸۴ او ۱۸۸۵ کال کې کړې و ته شاملېږي. او د دکترا رساله یې هلته د «په اسلام کې د حج اهمیت او د مسلمانانو نږدې د هغې مقام» ترعنوان لاندې یې تالیف کړې وه.
د مکې له تاریخ پاڼې نومې کتاب هم د محمد محمود السریاني او معراح نواب مرزا لخوا ژباړه او د ملک عبدالعزیز لخوا په سعودي عرب کې چاپ شوې دی.
په دوام کې له د دغه لرغونې اذان غږ واورۍ: