چې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې د هندوانو د مذهبي مشرانو په سپکاوي کولو تورن شوی و د ضمانت حکم ورکړ.
ایکنا خبري اژانس د ډیلي ټایمز ورځپاڼې په قول راپور ورکړ د هندوستان دغه خبریال چې محمد زبیر نومیږي او د ای ایل ټي نیوز (Alt News)اینټرنیټ پاڼې بنسټګر دی او هغه په کراتو په خپلو ټویټر پیغامونو کښې د هندوستان د مسلمانانو د څنګ ته کولو زیاتیدونکي بهیر ته اشاره کړي ده.
له دې سره سره به محمد زبیر د بل شکایت په دلیل چې د هغه پرضد په نوي ډیلي کښې شوی دی د پولیسو په قید کښې وي .
تیره میاشت د هندوستان د دغه مسلمان خبریال نیول کیدا په هندوستان کښې د رسنیو د ازادیو په هکله اندیښنې راپارولي دي.
په هغه شکایت کښې چې د محمد زبیر پرضد شوی دغه ادعا شوي ده چې هغه د نفرت د رامینځته کوونکو په توګه د هندوانو د ځینو مذهبي مشرانو په بللو سره مذهبي احساساتو ته تاوان رسولی دی.
د ټویټر اینټرنیټ پاڼې کابو اوه سوه اوه پنځوس نامعلومو اکاونټونو چې واکمن بي جی پي ګوند ته اړونده دي د خبریال محمد زبیر د نیولو غوښتنه کړي ده.
محمد زبیر په هغو کسانو کښې شامل و چې د حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم پرضد له سپکاوي ډکې خبرې چې څه موده مخکې د هنمدوستان د واکمن بهارتیا جنتا ګوند ویاند کړي وې په رسنیو کښې خپرې کړي وې داسې څرګندونې چې په اسلامي دنیا کښې یې زیات اعتراضونه راپارولي وو.