ایکناخبری آژانس د سپاه نیوز له قوله راپور راکړ، د جیش الظلم ترهه ګرۍ ډلګۍ یوه جنایتکار ټیم چې د مشهد د والی پر دفتر دحملې او د مشهد دجعې لمانځه د خطیب آیت الله علم الهدی د ترور نیّت ئې درلود د خراساان رضوي ولایت د سپاه پاسدارانود اطلاعاتو د برخې په همت سره ئې درست غړي ونیول شول.
د سپاه د اطلاعاتو دعمومي اړیکو په خبرتیا کې راغلي دي،د خداوندمتعال په لطف او کرم او حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها او دحضرت امام علی ابن موسی رضا علیه السلام په عنایت سره د خراسان رضوي د سپاه پاسدارانو د اطلاعاتو برخې په یولړ پيچلو عملیاتو کې چې د امنیت د شهید بسیجي حسن راتي په نامې سره ترسره شول ،د جیش الظم ترهه ګرې ډلګۍ ددغه جنایت کار ټيم غړي له جنایته مخکې وپيژندل او ونیول شول.ددغو جنایتکارو له پټنځایه زیات شمیر وسله ،چاودیدونکي مواد او نو مهمات کشف او په نورو ولایتونو کې د دوي د ملاتړو او اړونده عواملو پيژندګلوي معلومات هم ترلاسه شول چې سملاسی ورباندې عمل پیل شوی دی.له نیول شوو کسانو پلټنې روانې دي او نور جزیات ئې نه دي ترلاسه شوي.