IQNA

طالبان د انجونو د زده کړې د ممنوعیّت لپاره په کوم آیت استناد کوي؟

6:57 - March 02, 2023
د خبر لمبر: 3486977
ایکنا-(تهران)کارپيژاندو د افغانستان د طالبانو له خوا د میرمنواو انجونو د زده کړې د منع کولو په اقدام په یوې غونډې کې ارزونې او څيړنې کړي چې هغه تفسیر چې طالبان ئې د میرمنود زده کړې د منع کیدا لپاره له قرآنه لري، په راي تفسیر دی  او سم آساس او بنیاد نه لري.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو له خوا دمیرمنو اوا نجونو د زده کړې د منع کیدا په  اقدام د ارزونې او کرکتنې غونډه پرون د سلواغې په لسمه  ترسره شوه.

ددینی چارو یو کارپوه او څيړاندحجةالاسلام ضامن علی حبیبی په دغې ناستې کې پخپلې وینا کې ووئيل،طالبان وائي،په اسلام کې په جومات کې د جماعت مونځ لپاره له کوره د میرمنو  وتل په اسلام کې ښه نه ښودل کیږي،نوځکه کله اسلام راضي نه دی میرمنې دلمون د ادا کولو لپاره  جماعت ته لاړې شي، پر دې اساس په دې هم نه راضي کیږي چې  میرمنې دې د زده کړې لپاره له کوره بهر ووځي.زه د طالبانوددغې لیدتوګې په باب باؤری یم، چې طالباني فقه ، یوه چورلیزي دنده یا ټاسک دی چې  چې عام خلک په تیره بیا میرمنې په کور کې کیښناستو ته پابنده ګڼي ،حال دا چې  باید زده کړه او علم د حق په توګه په نظر کې ونیول شي نه ټاسک او دنده،یعنی دمونږ نظر  له چورلیزي دندې څخه دحق چورلیز ته بدلوي او دا دنده نه بلکې حق دی.

هغه په دوام کې ووئيل،کله دینی تعلیماتو ،قرآن  کریم  و نبوی  او دمعصومینو(ع)حدیث  ته مراجعه کوو، نو متوجه کیږو چې دینی تعلیمات  زده کړې د حق  او له دې هم لاوړې چارې په توګه  د ټولو انسانانو لپاره دی وې دندې په توګه په نظر کې نیول کیږي.. په قرآن کریم کې راغلی دي، «أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاءَ اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ ۗ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ۗ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ؛  آیا هغه کس چې شپه او ورځ  په کفر او عصیان بوخت دی ،لاښه دی یا هغه کس چې شپې مهال ساعتونه د خداي په درګاه د هغه په اطاعت کې په سجدو او قیام کې تیرکړي  او د آخرت له عذابه ووریږي  او الهي رحمت ته  امیدوار شي؟ ووایه ٔ! آیا هغه کسان چې علم او پوهه لری، له نادانو جاهلو کسانو سره یو شان دي ؟.په خاص توګه عقلمندو ته ددغه مطلب یادونه کیږي(د زمر سوره آیت-۹) دلته جنسیّت  شرط نه دی او نه دي وئيل شوي چې حتما سړي عالمان، لابرلاسه فضیلت لری. پر دې اساس د اسلام  ارزښتمن معیار  علم او پوهه ده او دا پوهه همه له حنسیّت څخه ورآخوا ده .

ښاغلی حبیبي  یادونه وکړه،همداراز په نورو ډيرو آیتونو کې هم په دې ټکي تينګار شوی دی چې زده کړې  هم د سړي حق دی او هم دمیرمنې حق دی.پر دې اساس میرمنې هم د ټولنې په پراختیا اوترقۍ کې رول لوبولی او خپل ستر هم رعایتولی شي.د اسلام دګران پیغمبر(ص) په ډيرو حدیثونو کې کې هم روایت شوي دی چې زده کړې همد  سړي او هم د میرمنې لپاره  دی او د پیغمبر اکرم(ص)په ټینګار کې دعلم ټولې سوئې  هم شاملیږي. ترمذي هم دپیغمبر اکرم(ص) یوه روایت ته اشاره  کړې  چې فرمائي؛ هغه کسان چې د علم دترلاسه کولو لپاره له کوره بهر کیږي، نو دخداي په لاره کې ئې حرکت کړی دی . له دغه شان حدیثونو  هم مشخصه کیږی، دا چې طالبان وائي ،میرمنې دې له کوره بهر نه وځي ،سمه خبره نه  ده.

حجةالاسلام حبیبي  روښانه کړې ده، دې ته په پام سره چې  نن سبا  د نړۍ نیمه آبادي میرمنې جوړوي، او میرمنې دټولنې په پرمختګ او ترقۍ کې له ښاغلو سره  برابرې  او بلکې له دوي لاښې اغیزې شیندي. پر دې اساس میرمنې په کور کې نشي کلابند کیدلی. یوه داسې ټولنه چې  وغواړي ،ترقي وکړي،باید د میرمنو  له انساني ظرفیّتونو  استفاده وکړي.په یوه بل آیت کې هم راغلي دي ، ؛   ؛ هر کس هغه که سړی وي او که میرمنه ، په خدای باندې دایمان په شرط نیک کار وکړي ،مونږ هغه تر ابده په نیکمرغۍ سره ښه ژوند ورپه برخه کوو او له هغه نیک عمل څخه چې دوي کول،لاښه اجر ورکوو::(نحل سوره آیت-۹۷)

دلته هم معیار صالح عمل دی او په یوه صالح اونیک عمل کې دټولنې په پرمختګ کې رول لوبول دي.

دغه څيړاند او ددیني چارو کارپوه په دوام کې ووئيل، د احزاب سورې په ۳۵ آیت کې هم وئيل شوي دي؛  ؛  هماغه ټوله مسلمان سړي او ټوله مسلمانې میرمنې او ایماندار سړي او ایماندارې میرمنې ، او اطاعت  او عبادت کونکي سړي او اطاعت او عبادت  کونکي میرمنې او رښتوني سړي او میرمنې  او صابر سړي او میرمنې  او له خدایه ویریدونکي سړي او میرمنې  او د مسکینانو خیر غواړي سړي او میرمنې  او روژتی سړي او میرمنې  او له حرامو ګروهنو څخه ډډه کونکي سړي او میرمنې او هغه سړي او میرمنېچې خداي ډير یادوي ،پر هغوي ټولو  خدای مغفرت  او لویه جایزه لورولې ده .::  په دغو ټولو آیتونو کې  میرمنې او سړي په یوې لیکه کې راغلي دي ،یعني خداوندمتعال  هماغه حق او دنده  چې د ښاغلو لپاره ټاکلې ده ، د میرمنو لپاره ئې هم ټاکلې ده.

ښاغلی حبیبي  همداراز روښانه کړې ده ، همداراز طالبان وائي ،میرمنې دمسافرت حق نه لري،ځکه  له کوره وتل ، د شرعي دندو  له رعایتولو سره په تضاد کې دي،خو کله مونږ اعتقاد لرو، خداوندمتعال  دمیرمنو لپاره د زده کړې حق ته قایل دی ،نو بیا د همدې په اساس،  د مسافرت حق ته هم قایل دی . پر دیني سرچینو سربیره، دسیاسی او مدني حقوقو دمیثاق، د میرمنو په ضد دتوپیر د منع کونکی کنونشن،د بشری حقوقو نړیوالې اعلامیې،  او ځینو نورو نړیوالو سندونو  او تل پاتې پراختیا  د حقوقو په څير نړیوال سندونه ،  د میرمنو پرحقوقو ټينګار کوي. د اهل تشیَع او اهل تسنن  دیني مرزونه هم ټينګار کوي،  د زده کړې حق  یو انساني حق دی  او د انسانانو جنسیّت باید له دغه حقه  د دوي دمحرومیّت  سبب نه شي.

په دغې غونډې کې یوه بل څيړاند او ددیني چارو کارپوه حجةالاسلام  محمد جواد اصغري  هم ووئيل، زه دا وایم چې آیان دطالبانو له خوا له زده کړې د میرمنو منع کیدا  فکري اساس او شرعي مستندات لري  یا یو سیاسی حکم دی؟ دهغه څه په اساس  چې له هغو سرچینو چې  له طالبانو څخه په لاس رسي کې دی، مونږ ترلاسه کړي دی چې  د ؛امارت اسلامی؛ په څیر یو کتاب د طالبانو مانیفست دی چې  په غه کې د میرمنو د زده کړې بحث ته اشاره شوې ده . دلته وئيل شوي دي چې دمیرمنو دزده کړې په جواز کې هیڅ شک نشته ،خو دثانویه احکامو په اساس ،دوي  فعلا له دغه کاره منع کیدلی شي.

هغه په دام کې ووئيل، البته د میرمنې اوسړي  په زده کړې کې د اختلاط او ګډو زده کړو په باب دا حرام ګڼي او وائي،  پر حرمت باندې قطعي دلیلونه شته دي .  په هغو کې د قرآن یوه آیت ته اشاره کوي،چې  خدای تعالی د احزاب سورې په ۳۳آیت کې فرمائي ؛ وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ؛ او په کورونو کې کیښنئ  او آرام وکړئ او له ضرورت پرته بهر مه ووځئ:: یعني قرآن  دپیغمبر میرمنو ته حکم ورکړی دی پخپلو کورونو کې کيښنئ ،ځکه چې په بهر کې تاسو ځینی خطرې ګواښي،  دوي  له دغه آیت ه   دا نتیجه اخلي چې  د میرمنو دعزت دساتلو لپاره باید هیڅ یوه میرمن  د زده کړې لپاره هم له کوره بهر ونه وځي.

حجةالاسلام اصغري ټينګار کوي هغه ځوا ب چې باید ورکړل شي ،دا دی چې  دغه آيت او  ورپسې آیتونه د پیغمبر اکرم(ص) له ماندنو سره  اړونده دي  اوباید  هغو ته له نورو میرمنو سره  اړوندوالی ورنه کړل شي. شیخ مفید  او علامه طباطبائي  هم ټينګار کړی دی چې  دغه ایت  دپیامبر له میرمنو سره اړونده دی . شهید مطهری  هم  یو ډیر جالب تحلیل لري  او وائي ،خداي تعالی د پیغمبر اکرم دمیرمنو او د نورو میرمنو ترمینځ  توپیر ته قایل شوی دی ،پر دې اساس نیتجه  اخلي چې  دغه خبرې  لازیاته سیاسی او اجتماعي بڼه لري څو هغه میرمنې چې د ؛امهات المومنین: په توګه دی،د ځینو پيښو اوقضیو په سر ورڅخه ناسمه استفاده ونشي او حتی له پیغمبره وروسته  هم د واده کولو حق نه لري. پر دې اساس ده آیت  د میرمنو د زده کړې د منع کیدا لپاره  استدلال نشي ګرځيدلی .

د اسلامی مذهبونو د پوهنتون د عملی پلاوي یوه مسئول محمود ویسي هم پخپلې وینا کې ټینګار وکړ، تعلیم  د ښودلو او زده کولو په څير  دوه رکنونه لري او د پیغمبر اکرم(ص)په صحیح حدیث کې  هم ورته اشاره شوې ده چې  هیڅ ډول جنسیتي استثنا نشته چې  یوازې ښاغلي او یا آغلې باید  دغه نوښت وړي ،بلکې  پرعامو خلکو دلالت کوي. همداراز  دمیرمنو دزده کړې منع کول ، له عدالت اومساوات سره  هم په تضاد کې دي،په داسې حال کې چې  قرآن پر عدالت او مساوات ټينګار کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4125275/%D

captcha