ایکنا د الامة پرس په حواله راپور ورکوي چې، د هند حکومت د خبریالانو په ګډون، د یو شمېر کشمیریانو پاسپورتونه ځنډولي دي او نړیوالو څارونکو د کشمیر په مسلمانه مېشته سیمه کې د مخالفینو پروړاندې دا اقدام بې ساري بللی دی.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې مېشتو ډېرو کشمیریانو د انګلیسي ژبې منځني ختیځ خبري آانس ته ویلي چې دوی ته په تېرو لسو ورځو کې د هندي چارواکو له لوري ایمیلونه رسېدلي چې دوی ته یې خبر ورکړی چې پاسپورټونه یې ځنډول شوي دي.
له بلې خوا، د هند د جمو او کشمیر ایالت په سرینګر ښار کې د پاسپورټ سیمه ایز دفتر د 1967پاسپورټ قانون لسمې مادې ته په اشاره سره ادعا کړې چې اغېزمنې خواوې د هند امنیت ته ګواښ دی.
د منځني ختیځ نیوز راپور ورکړی چې په تېرو دوو اونیو کې لږترلږه 10 کشمیري زده کړیالانو، زده کوونکو او ژورنالیستانو اخطاریه ترلاسه کړې. وړاندینه کېږي چې د 70 او 90 کسانو ترمنځ به د دوی پاسپورټونه لغوه شي.
د سرینګر ښار د پاسپورټ افسر ډیویندر سینګ هندي خبري سایټ The Wire ته وویل: د لسګونه کشمیریانو د پاسپورتونو د ځنډولو امر یې ترلاسه کړی دی. خو کره شمېره یې نه شي په ډاګه کولای.
هغه زیاته کړه: په نوملړ کې له ځینو کسانو سره اړیکه نیول شوې او د ترسره شویو اقداماتو په اړه یې خبر ورکړی. له دغو کسانو سره تماس نیول شوی چې خپل اسناد دې وسپاري، که نه نو له نامعلوم برخلیک سره به مخ شي.