ایکنا د ترکیاالان له قوله راپور راکړ، میکائيل مومیکا د خپل مورو سلوان مومیکا د اقداماتو په محکومولو او رټلو سره ووئيل، د سړیو او میرمنو پشمول له هغو ټولو مسلمانانو څخه چې د مونږ دکورنۍ په شان دي ،بخښنه غواړم.
هغه ټینګار کړی دی ،هغه او دهغه کورنۍ د سلوان اقدامات محکومي او دهغه اقدامات هیڅکله هم دوی نه تائيدوي.
هغه او دهغه کورنۍ همداراز بیا د عراق د ملت او حکومت او دیني مشرانو پشمول دنړۍ له درستو مسلمانانو د خپل ورور د سپک اقدام په سبب بخښنه وغوښته.
سلوان مومیکا د سټاکهم په څو سیمو کې د سویډ دپولیسو په شتون سره د قرآن کریم سپکاوی کړی او همداراز ئې د عراق د سفارت په وړاندې د دغه هیواد بیرغ هم سوځولی دی.
له بل پلوه د ټیک ټاک پلیټ فارم د سلوان مومیکا د اکاؤنټ عاید چې د قرآن کریم په ضد دهغه د اقداماتو په خاطر مشهور شوی دی ،هم بند کړ.
مومیکا په تي ټي خبری آژانس ته په یوې اعلاميې کې وئيلي دي ، په قرآن کریم دتیریو فلمونه چې له ټيک ټاکه په ژوندئ بڼه خپریدل ، څه دپاسه یو ملییون کتونکي ئې درلودل او په یوه ساعت خپریدا کې ئې له ټيک ټاکه درې سوه ډالر ترلاسه کول. هغه دخپل عاید په بندیدا خپګان ښودلی او وئيلي ئې دي ،چې دهغه د عاید اصلي سرچینه له ټیک ټاک څخه ده او نور عایدات نه لري.