ایکنانیوز د رهبری د ستر مقام د ویب سایټ له قوله راپور راکړی،د KHAMENEI.IR رسانئ کارؤنکو سږکال په مرداد میاشتې کې د سپاه پاسدارانوله قوماندانانو سره په کتنې کې د اسلامی انقلاب د حرکت په باب د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي یوه جمله؛ترټولو مهمه جمله ټاکلې ده چې فرمائيلي ئې دي ؛ مونږ دحق او باطل د جلا کولو حرکت پیل کړی دی له تند اوتیزو څپو تیر شوي یوو، د په غره د پورته ختلو اوج ته په رسیدا او د څوکو فتح کولو ته نزدې شوي یوو،باید ستړي نه شو اوس د ستړیکیدا وخت نه دی ،د ناامیدئ وخت نه دی . اوس د ولولې او شوق وخت دی ،دامید او هیلې وخت دی ، د حرکت وخت دی (د 26/05/1402 په ورځ وینا)
په دغې نظرسنجۍ کې چې د کب یا اسفند د میاشتې له ۲۴ پیل شوي او تر ۲۹پورې ئې دوام وکړ،د کارؤنکو له خوا ټاکونکي ترټولو تکراریدونکي موضوع له فلسطینه د ملاتړ په باب د اسلامی انقلاب د معظم لارښود جملې وې.
دغه نظر غوښتنه د KHAMENEI.IR رسانئ له خوا د کب یا اسفند دمیاشتې په وروستیو شپو ورځو کې په پرله پسې څوارلسم کال لپاره ترسره کیږي.