ایکنانیوز د ایران پریس له قوله راپور راکړ، د اسلامی مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي د نیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت په پیغام کې ووئیل، د نیکمرغه اختر په برکت سره به ، د فلسطین د مظلوم ملت غمیزې او کړاؤنه ، د قدس شریف د آزادۍ په خوږلښت سره دوه چنده شي.
د اسلامی مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري په عبودیّت او د نفس په تهذیب کې د توفیق د اختر په مناسبت پخپل دغه پیغام کې د نړۍ درستو مسلمانانو ته مبارکي ووئيله.شهریاري وئیلي دي ، اسلامي امت د روژې په مبارکې میاشتې کې د ارادې په پياوړتیا سره د پروردګار د رضا په لور او دقرب الهي او قرآن په سیوري کې ګام پورته کړی او د نیکمرغه اختر په ورځ مسلمانان د یوه بل ترحنګ په لمانځه دریږي او د متعال خداي په ذکر سره سره خپل روح او باطن ته تاندوالی بخښي.
د اسلامي مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي په عین حال کې روښانه کړې ده ، چې سږکال اختر د غزې تړانګې او لویدیځي غاړې دمسلمانانو په نسل وژنې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله جنایتونو او اقداماتو په تریخوالي سره یوځاي شوی دی ، چې په نهایت کې به د فلسطین دمظلوم ملت په صبر او مجاهدت سره د قدس شریف د آزادۍ په خوږلښت سره انجام ته ورسیږي.